IQNA

په ویلچیر  سره  د خانه کعبې طواف(فیلم)

7:48 - June 11, 2024
د خبر لمبر: 3489359
ایکنا – د حج دمناسکو ترسره کیدا او دله کعبې طواف د هغو  کسانو لپاره چې بدني مشکلاتو سره مخ دي ، په یوې مشخصي لارې کې د ویلچئير  څخه په استفادې سره چې  د  مطاف په پاسني پوړ کې  په نظر کې نیول شوې ده ترسره کیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي،  هغه کسان چې له فیزیکي پلوه یا بدني پلوه له مشکل سره مخ وي، او یا کمزوري وي، خپل طواف په داسې حال کې  چې په ویلچئير ناست وي ،ترسره کولی شي.

 ددغه شان کسانو لپاره ډیره مهمه ده چې په دغو دستورو کې ډير ځیر او هوښیار او متمرکز ووسي او دائما د خداي ذکر او دعا ته مخه کړي.

د خداي دکور پرکوټ او بوډا او کمزوري  حاجیان   له ویلچئير څخه په استفادې  سره او د هغې ځانګړې لارې څخه په استفادې سره  چې د سعودي عربستان د مسئولو ادارو او چارواکو له خوا  ددوي لپاره په نظر کې نیول شوې ده ، دخداي د کور طواف ترسره کوي.

ددغې ځانګړې لارې په  په نظر کې له نیولو موخه، د هغو بوډاګانو او پرکوَتو کسانو لپاره د یوه سالم چاپيریال برابرول دي چې په لارې د تلو وړتیا نه لري،خو په عین حال کې  ځيني سالم کسان هم شته چې  له خپلو خپلوانو سره دملګرتیا په پلمه  له دغې ځانګړې لارې استفاده کوي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4220659

captcha